ښه ملګری څوک دی؟

ليکنه: اسدالله حميد

دا چې ناسته ،او ولاړه په ژوند کې تر هر چا له ملګري سره ډيره ده، خصوصا د ځوانی په مهال  نو بايد ملګری هم وپيژنو.او وپوهيږو چې ملګری بايد څنګه کس وي؟

ملګری هغه شخص دی ، چې د سړي په تحول او ژوند ته په مسیر ورکولو کې تر بل هرچا ډيره ونډه لري.همدا راز دا هم مسلمه خبره ده چې هر انسان د هغه له ملګرو پیژندل کیږي.

لکه حضرت عمر فاروق رضي الله تعالي عنه فرمايي:  که غواړئ چې يو کس وپیژنئ نو نسب ته يې مه ګورئ، بلکې ملګري يې وګورئ  .او همدارنګه عبدالله ابن مسعود رضی الله تعالی عنهما فرمايي چې لوګی په اور دومره دلالت نه کوي ، لکه څنګه چې دوست په دوست دلالت کوي او په پيژندل کیږي .

او علامه ماوردي رحمه الله فرمايي :د يو چا نسبت هغه کارونو ته کيږي  چې د هغه ملګري يې کوي.

نو موږ او تاسو ته هم په کار ده چې دي الله جل جلاله دي دې قول تابعدار شو: وَاتَّبِعْ سَبِيْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَيَّ  )ژباړه: دهغه چا د لاري پيروي وکړه ، چې هغه زما لوري ته رجوع کړې ده.

او رسول الله صلی الله عليه وسلم هم موږ  مسلمانان د نېکو خلکو ملګرتيا ته هڅولي او د بدو خلګو له ملګرتيا نه يې ويرولي يو.

په يو حديث شریف کې راځي ‌:دنيک ملګري مثال داسې دی لکه عطار ، يعني هغه څوک چې عطر خرڅوي.که عطر ورڅخه وا نخلې نو خوشبو خو يې ضرور در رسيږي.

او د بد ملګري مثال داسی دی لکه پښ ، اهنګر، چې که ناسته ولاړه ورسرله لرې يابه دې کالي وسوځوي ،اويا به يې د نغري دود در ورسيږي . بخاري .

د احادیثو لوی عالم علامه ابن حجر العسقلانی رحمه الله تعالي فرمايي.په دې حدیث شریف کې دبد ملګري له ملګرتيا څخه منع راغلې ده.ځکه چې سړی د دين او دنيا له تاوان سره مخ کوي.

د ښه ملګري شرائط :

له هر چاسره مشوره ښه کار نه دی، بلکې د ښه ملګري يو څو نښې دي ، بايد د مشورې او ملګرتیا په صورت کې په نظر کې ونيول شي.

۱  ملګری بايد دينداره او پر دين عمل کوونکی شخص وي، دقرآن کريم او حديث منونکی ، او له هر بدعت څخه لري کس وي.

۲  د ښو اخلاقو خاوند وي.

۳  د پاک زړه خاوند وي، او له هر بد خوی څخه لرې کس وي.

۴  بايد ددنيا د شتمنۍ حریص نه وي.

دا شرائط ځکه ضرور دي ، چې په کوم کس کې دا شيان وجود ولري ، نو د هغه له مخې څو په بد کار دلاوري نشي کولای .ځکه يا خو ورڅخه شرميږي او يا هغه يې منع کوي.