ښه موخه کومه موخه ده؟

مناسبه او سمه موخه هغه موخه ده چې وکولای شئ خپله خوښي لاسته رواړئ.

سمه موخه هغه موخه ده چې د ژوند څرخ مو پر حرکت راولئ.

سمه موخه هغه موخه ده چې په هغې کې د یوې سالمې موخې ټولې ځانګړنې نغښتې وي. کله مو چې موخه سمه وټاکله او هغه مو سمه تنظیم کړه، د رسېدلو لپاره باید ورته سمه تګلاره ولیکئ.

لاندې ټکي باید په پام کې ونیسئ:

موخې ته مو ژمن و اوسئ، نه هغه لارې ته چې موخې ته پرې رسېږئ خو دا خبره په څه معنا ده؟

رودخانه مشخصه موخه لري؛ سیند ته رسېدل.

رودخانه د دې لپاره چې سیند ته ورسېږي، له ډېرو کږو وږو لارو او کږلېچونو تېرېږي، خو هېڅلکه هم خپله موخه چې هغه سیند ته رسېدل دي، نه پرېږدي.

که رودخانه پرېکړه وکړي چې له یوې ځانګړې لارې ځان رودخانې ته ورسوي نو هېڅکله به هم خپلې موخې په رسېدو بريالۍ نه شي. رودخانه په لاره کې هر ځل له خنډونو سره مخ کېږي، خو له هر خنډ سره د مخ کېدو په صورت کې خپل مسیر ته بدلون ورکوي.

رودخانه تل خپلې موخې ته د رسېدو لپاره په حرکت کې وي، حرکت یې انعطاف منونکی وي. تاسو باید د موخې مینان و اوسئ نه د مسیر.

هغه کړنلاره چې موخې ته د رسېدو لپاره مو تنظیم کړې ده، کېدای شي د وخت په تېرېدو سره بدلون ته اړتیا پیدا کړي، همدا لامل دی چې باید انعطاف منونکي و اوسئ. موخې ته مو بدلون مه ورکوئ، بلکې موخې ته د رسېدو لپاره یې پر لاره فکر وکړئ.

اوس د دې لپاره چې (انګېزه) او (احساس) پیدا کړئ، فکر مو په بشپړ ډول په ذهن کې وساتئ او ولرئ.

ژباړه: حمیدالله حمید