ښه پای په داستان کې کوم دی؟

ليکنه: محمد خالص ادیب

په بلخ ادبي خوځښت کې مې کیسه کره کتنې ته وړاندې کړې وه، زیاتې خبرې ورباندې شوې ډېره وستایل شوه، خو یوه ملګري داسې وویل:” زه په کیسه کې وروسته له هغې چې خالد اوبه غرق  کړي، وروسته له هغې نورې جملې اضافي بولم دلته لیکوال نه دی توانېدلی چې کیسې ته ښه پای ورکړي” وروسته له  هغې متوجې شوم، له ځانه سره مې وویل واقع هغه نورو جملو ته اړتیا نشته؛ نو په کومه اندازه چې د کیسې پیل مهم دی په هماغه اندازه  یې پای ته هم توجو پکار ده. که چېرې هلته مې هغه وروستۍ خبرې نه وای راوړې،  په کیسه به مې دومره خبرې نه کېدلی بلکې د ټولو کسانو له خوا به ستایل شوې وای ددغه ډول پای په اړه کاترین ایرډ وایي:” د یوه چټک او له عجلې ډک پای لیکلو احتمال له یوه عجلې ډک او چټک پیل څخه ډېر دی. ځکه چې تل د یوه کار پیل په ډېره مینه سره کېږي، خو شونې ده، چې په پای کې سړی خپله حوصله له لاسه ورکړي؛ نو د یوه چټک او له عجلې ډک پای له لیکلو څخه ډډه وکړئ”.

نو څنګه د چې کار پیل ته جدي توجو په کار ده او دې یو شمېر پوهانو په نظر “د یو کار پیل سخت دی؛ خو  په کومه اندازه چې پیل ته توجو په کار ده په هماغه اندازه باید پای هم په نظر کې ونیسو” کیسه چې کله پیل شي، په هغې کې سپینس، ډیالوګونه، کلایمیکس، مونولوګونه،  غوټه، کرکترونه دا ټول اړخونه باید په نظر کې ونیول شي.

لکه څنګه مې چې په پیل کې یادونه وکړه ځینې کیسه لیکواله شته کله چې کیسې پای ته ورسوي غوټه هم پرانېزي؛ خو بیا هم وروسته له هغې جزیات ورکوي، چې به دغه کار سره خپله کیسه زیاته بې خونده کوي، په کیسه کې پای ټکی یا د اوج نقطه هغه ځای دی چېرته چې غوټه خلاصېږي، کله چې غوټه پرانستل شوه وروسته  له هغه په کیسه کې نورې جملې ور اضافه کول داسې مانا لري لکه په سروزور کې چې د مس پیوند ورکوې.

 

خو ښه پای په داستان  کې هغه دی چې د لوستونکي د توقع خلاف وي، ټکان ورکوونکی وي، باید داسې وي که داستان کومیدي وي ورسره وژاړي که تراژیدي وي ورسره وخندېږي په غم او خوشحالي کې له کرکټر سره ځان شریک وبولي، خو دا ټول اړخونه هغه وخت د عمل جامه  اغوندي کله چې په کیسې کې ټول اړخونو ته منطقي راخیستي وي،لوستونکو ته مو قناعت ورکړی وي، له مصنوعت څخه مو تر وسه وسه ډډه کړې وي.

لکه څنګه چې مونږ د  داستان پیل ـ منځ ته توجو کړو باید پای یې هم له نظره ورغورځوو، په کیسه کې تلوسه کې به دوه ډوله ده یو هغه چې د کیسې له پیل څخه تر پای پورې لوستونکی له ځانه سره ساتي د کیسې لوستولو ته یې اړ کوي بل هغه ده کله چې کیسه پای ته ورسېږي بیا وروسته له هغې لوستونکی فکر کولو ته اړ کوي.

نومیالي روسي لیکوال چیخوف د لنډې کیسې د پیلامې او پایلې په هکله ویلي دی:”نه خودې صفا شروع وي او نه ښّ بربنډ اخر(پای)ضروري وي چې لومړۍ جمله داسې وي، چې لوستونکی لوستلو ته اړ شي، کله کله یوه خوندوره مکالمه دا کار دېر ښه کولی شي، اخر کې د لنډې کیسې مقصد را ښکاره کول په کار دی”.

سره له دې یو شمېر لیکوالانو د کیسې پای په دوه ډوله ښيي

لومړی: داسې چې کیسه لیکونکی لوستونکی ییا اورېدونکی له ځآه سره د تخیل په وزرونو ډېر لوړ خېژوي او بیرته ښکته کولو او یا څه نتیجې ښودلو پر ځای اخر هغه له یوې کشالې سره مخامخ کړي او د کیسې لیکوال فیصله د لوستونکي یا اورېدونکي قضاوت ته پرېږدي. په دغه برخه کې د اورېدونکي یا لوستونکي سمه او مناسبه فیصله او د کیسې په اصلي موخه او غرض یا پیغام پوهېدنه د هغه په استعداد، ذګاوت او ځیرکتیا او له ژوند پېښو نه پّ مطالعې او تجربې پورې نیغ په نیغه اړیکه او ارتباط لري.

 

په دویم ډول کې پایله له انتباع کې لیکوال هر څه تر ډءه په څرګندتیا سره وایي او د لوستونکي ذوکاوت او ذهني ازموینې ته ډېره څه نه پرېږدي، خو د ځینو ادب څېړونکو په عقیده د یوې لنډې کیسې ډېره بده او ناوړه پایله وړاندې کول هغه ده چې لیکوال یې هر څه پخپله ووایي او د لوستونکي سوچ فکر کولو ته څه پرې نږدي.