ښه ژبه د انسان د ښه ژوند ضمانت کوي

لیکوال : نورمدین بلخېل

ژبه د فکر ترجماني کوي، هغه څوک چې ښه او سالم فکر لري، که چېرته د بیان لپاره هنري ژبه ولري نو دا سړی په ټولنه کې د یوه پوه او پیاوړي انسان په حیث پیژندل کیږي، هغه خلک چې که ښه فکر هم ولري خو چې د خپل فکر د ظهور لپاره یوه پياوړې ژبه ونه لري نو طبیعي ده چې د یوه قوي او غښتلي انسان په څېر په خلکو کې نه پیژندل کیږي، دا ځکه چې د فکر د بیان او اظهار وسیله یا ژبه یې کمزورې ده.

ډېر خلک چې د ټولنې په مختلفو پوړونو او پوزیشنونو کې کار کوي، تر هغې د یوه قوي انسان په حیث نه پیژندل کیږي، چې تر څو یې د افهام او تفهیم وسیله یا ژبه قوي او مظبوطه نه وي.

برایان ټریسې چې د لویدیځې نړۍ یو ډېر قوي ویناوال دی، ده د ژوند سره په تړلیو ځینو مهمو چارو کې په زړه پورې اثار لیکلي دي، دی په خپلو ټولو دې اثارو کې په دې تاکید کوي چې انسان باید ښه خبرې کوونکی او په خپل ټول برخورد کې د منطق او استدلال څښتن وي؛ دده له لیکنو داسې څرګندیږي چې تر څو یو انسان په ژوند کې ښه ویناوال نه شي تر هغه دده پرمختګ مشکل دی، دا ځکه چې هر انسان په دې مجبور دی چې د ژوند په لار کې د مختلفو خنډونو د لرې کولو لپاره ژبه د منطق او استدلال په اساس وکاروي.

براین ټریسي په خپل یوه اثر « خبرې وکړه او ګټونکی شه» کې په دې اړه مفصلې لیکنې کړي دي او دا یې لوستونکو ته څرګنده کړې ده چې ښې خبرې د انسان په ژوند کې څومره مهمې دي او یو انسان د ژبني هنر د نه درلودلو له امله څومره نمیګړی دی، انسان کولای شي هر هنر زده کړي خو د خبرو هنر بیا ډېر کوښښ او تمرین ته ضرورت لري، ده په دې لیکنو کې ټول هغه اصول او مقررات درج کړي دي، چې د یو ښه خبرې کوونکي لپاره ضرور دي.

تاسو به لیدلي وی چې په خلکو کې ځینې خلک د خپلې ژبې له کبله کمزوري پیژندل کیږي لکه دوی وايي، پلانی خو بیخي مړخولی دی او یا دا چې خبرې نه شي کولای نو هغه به څنګه د ژوند نورې چارې تمویل کړي؛ یا دا چې پلانی خو ډېر ژبور او خوله ور انسان دی هغه نو اوس د ډېر څه څښتن دی.

ډېر خلک شته چې د ویلو لپاره ډېر څه لري، خو د ویلو لپاره قوي ژبه نه لري، نو په دې دلیل په ټولنه کې د خاموشو انسانانو او یا د ډېرو کمزورو انسانانو په څېر پيژندل کیږي.

په هر میدان کې ژبور انسان د خلکو د توجه وړ وي، هغه ملاامام چې نظر بل ملاامام ته خبرو او موعظې ښه وړتیا لري، هغه استاد یا ښوونکی چې نظر بل یو ته د خبرو او اظهار ښه پوهه لري او هر یو انسان چې په هر انساني چاره کې نظر بل ته د خبرو اترو ښه مهارت لري، نو بلکل هغه په ټولنه کې نظر هغو نورو ته ښه مقام او رتبه لري.

لنډه دا چې قوي ژبه د انسان د ښه ژوند تضمین کوي او د بریالیو او ویاړوړونکو خلکو تر ټول عالي صفت د خبرو او ژبې هنر دی خو چې دا هنر په منطق او استدلال ولاړ وي. د خبرو اترو د زده کولو لپاره ډېرې لارې چارې دي، چې باید عمل پرې وشي خو تر ټولو مهم یې په مربوطه ژبه کامله پوهه او همدارنګه په مربوطه ژبه کې د خبرو اترو ډېر تمرین کول دی.