ښوونیز بهیر، ستونزې او ننګونې

لیکوال :انجينر اسد الله یوسفزی

که څه هم زموږ د هېواد ښوونیز بهیر په وروستیو څو کلونو کې د پخوا په نسبت د پر مختګ په لور روان دی، دولت هم ورته د تېرو وختونو په پرتله څه ناڅه پاملرنه کړې، همدارنګه اوس د زده کړو په برخه کې خصوصي سکتور هم د پام وړ برخه اخیستې او له لومړنیو زده کړو څخه نیولې بیا تر ماستړۍ پورې یې هېواد والو ته د زدکړو زمینه مساعده کړی، خو لا هم باید پدې برخه کې کار وشي او اړتیا ده چې د ښوونې او روزنې په برخه کې رغنده ګامونه واخیستل شي.

بل اړخ ته د هېواد پوهنیز نظام ژوربدلون ته هم اړتیا لري، تر څو د نورو بشري ټولنو له پراخو بدلونونو سره سیال شي ځکه دیوه هېواد پوهنیز نظام او ښوونیز بنسټونه د هغه هېواد د اقتصاد لپاره تر ټولو حیاتي برخه شمېرل کیږي.په اوسنیو شرایطو کې د زده کړو پر اهمیت د ولسونو د پو هیدو کچه ورځ تربلی د پورته کیدو په حال کې ده او اوس د هلکانو ترڅنک د نجونو د زده کړو په برخه کې له شوي پرمختک څخه سترګې نشو پټولی.

خو ددې سره سره لا هم ډیری ستونزی په مخ کې پرتې دي چې ځینې یې په لاندې ډول یادولای شو:

  • تر ټولو لویه ستونزه نا امني او د هېواد په ګوټ ګوټ کې یو شمیر بندو ښوونځیو موجودیت دی چې د دې هیواد پوهنیز نظام یې له خنډونو سره مخ کړی دی. د افغانستان د پوهنې وزارت تائیدوي چې امنیتي ګواښونه، مالي ستونزې او کلتوري محدودیتونه د نجونو د زده کړو پر وړاندې ستر خنډونه دي، د نجونو د زده کړو پر وړاندې کلتوري او عنعنوي ستونزې هم ډېرې دي، خو اساسي ستونزه امنیتي ګواښونه دي، له بده مرغه کله چې ګواښونه ډېر وي دنجونو کورنۍ ډېر زړه نه ښه کوي چې دوی ښوونځي ته ولېږي.
  • همدارنګه د ډادوړ امنیتی چاپیریال، معیاري پوهنیز نصاب، د مسلکي ښوونکو کموالی، د ښځینه ښوونکو او زده کوونکو په وړاندې د تهدیدونو موجودیت او د تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هم هغه جدي ستونزې دي چې پر پلازمېنه سر بېره په ولایتونو کې ډیرې تر سترګوکیږي چې په هېواد کې د پوهنې د نظام په وړاندې شتون لري، د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې درې نیم میلیونه ماشومان چې ۸۵فیصده یې نجونې دي، ښوونځيو ته له تللو محروم دي او له زرو ډېر ښوونځي د نا امنیو له امله د زده کونکو پر مخ تړل شوي دي او شا او خوا اتیا زره نور ښوونځي بیا د بودجې د نه شون له کبله ودانۍ نه لري.
  • څولسیزو پرله پسې جګړو او بدبختیو او همدارنګه په تېره یوه نیمه لسیزه کې د بهرنیو کړیو پرله پسې مداخلو او د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره د دغه کړیو مبارزه هغه مسایل دي چې زمونږ د پوهینز نظام ستنې یې نړولې او اوس ددې ستنو بېرته رغولو ته جدي اړتیا لېدل کېږي.

افغانستان داسې یو هېواد دی چې د سیمې او نړۍ په کچه د سواد او زدکړې کچه په کې ټیټه ده، چې دغه کار خپله یو لړ اندېښنې راپورته کړی دي.

د ملګروملتو سازمان له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، دامهال د افغانستان ۶۶ سلنه وګړي د سواد له نعمت څخه بې ‌برخې دي او یوازې د هېواد ۳۴ سلنه خلک لوستی دي ، چې له دې ډلې هم یوازې کمه سلنه یې د سمو لوستلو او لیکلو وړتیا لري، ځکه نو که د هېواد د پوهنیز نظام د اساسي او بنسټېزې رغونې په اړه کار ونشي، نو د هېواد د راتلونکې په اړه به ولسونه او نړیوال له یوه خورا تیاره تصویر پرته بل څه ترلاسه نه کړي.