ښوونیز نظام

لیکنه: شفیع الله حقیار

بشري پوهې او معلوماتو ته علم وایي.ژوندۍ او په ځان باورمنه ټولنه هغه ده چې وګړي یې په علمي پانګه اچونه د ژوند قېمتي شېبې لګوي.

د هرې پېاوړې ټولنې وګړي د مثبت بدلون او د ژوندانه د بسیا په موخه علمي مسیر په رغنده فکر او ویښ شعور ټاکي؛ تر څو د ژوند پر تعریف، ارزښتونو، صلاحیتونو او مسوولیتونو پوه شي.

په نړۍ کې موږ ګڼ شمېر بشري ټولنې وینو چې خلک یې له: سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي، تاریخي…اړخونو پرمختللي دي او په خپل ژوند کې د پراخ بنسټه بدلون شاهد دي.دغه بدلون د علمي پانګې پایله ده چې هوساینه، نېکمرغي او خوشحاله ژوند یې دوی ته ور په برخه کړی دی.

د ښوونیز نظام په تشکیل کې د ټولنې ټول وګړي: ماشومان، ځوانان، د پاخه عمر لرونکي کسان، نجونې او ښځې کولای شي چې د فردي او ټولنیز ژوند د بقا په پار جسماً او ذهناً محرکه واوسي او د خپلو معنوي ارزښتونو پر قېمت ځانونه پوه کړي.

باشعوره او ویښه ټولنه چې وګړي یې په علم پسې مټې رانغاړي، د هر ډول مصیبت او بدبختۍ څخه په امان وي؛ ځکه دوی ته د دوی حاصل کړی او زده کړی علم د ساتنې او دفاع ژمنه ورکوي.

سالم، په علم سمبال فکر، د سالم ـ زرین حرکت نماینده وي؛ همداسې سالمه ټولنه د سالم فکر محصول وي.

که غواړو چې خوشحاله او پرمختللی له هر ډول ستونزو او ناورینونو څخه خلاص، هوسا او خوږ ژوند ولرو، په دنیا او اخرت کې مو نېکمرغي په نصیب شي؛ نو لازمه ده چې په هر وخت هر ځای او هر ډول شرایطو کې علم او پوهه حاصل کړو تر څو هغه هیلې چې د ځان، کورنۍ او د ټولنې د جوړښت او بدلون لپاره یې لرو، ترلاسه کړو.