ښځنیه وو کرکټ: ویسټ انډیز او انګستان هم د نړیوال جام نیمه پای لوبو ته لار پیدا کړه

د ښځینه وو نړیوال شل اوریز جام کرکټ سیالۍ تر نیمه پای لوبې ورسېدې.

د دې سیالیو نیمه پای لوبو ته له الف ګروپ څخه ویسټ انډیز او انګلستان او له ب ګروپ څخه یې هندوستان او استرالیا لوبډلو لار ومندله.

د شل اوریز نړیوال جام دا سیالۍ د روانې نومبر میاشتې له ۹مې نېټې راهیسې د لس لوبډلو ترمنځ په ویسټ انډیز کې پیل شوې وې.

په الف ګروپ کې له کوربه ویسټ انډیز او انګلستان سره سویلي افریقا، سریلانکا او بنګله دېش لوبډلې وې.

په ب ګروپ کې له هندوستان او استرالیا سره د پاکستان، نیو زېلېنډ او ایرلېنډ ښځینه وو لوبډلو شتون درلود.

په لومړۍ نیمه پای لوبه کې به نن شپه ۱۲ نیمې بجې ویسټ انډیز لوبډله له استرالیا سره او په دویمه نیمه پای لوبه کې به د سهار په څلور نیمو بجو د هندوستان لوبډله له انګلستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي، چې ګټونکې لوبډلې به یې پای لوبې ته لار پیدا کړي.

د دې سیالیو پای لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۴مه نېټه ترسره کیږي.

نصرت الله عمرزی