ښځه د ناوړه د ودونو ښکار

دا يو حقيقت دی چې ښځه دنړی دخلکو له نيمايي نفوس هم زيات تشکيلوي ،ښځې دتاريخ په اوږد و کې دنارينه سره جوخت دانساني او بشري ټولنې دودې اوپرمختګ په لار کې رغنده اوميوه لرونکي ګامونه پورته کړي دي شک نه شته چې په فزيکي لحاظ به دښځې جوړښت له نارينه سره توپيرولري ،دکار دکولو انرژي به په نارينه کې دښځو په نسبت زياته وي خو له بلې خوا ګورو چې ښځه داسې لوی کارونه ترسره کوي چې ترډېره بريده پکې نارينه پاتي راغلي ،دبېلګې په ډول هغه کړاوونه چې يوه مور يې دماشوم په روزنه کې تېروي پلار ددې کړاو له تېرولو اوزغملو عاجز دی
همدا دکړاوونو پرځان منل دي چې ماشوم دمور له غېږې سره بې کچې مينه او علاقه لري ،په هر صورت ګورو چې ښځه اونارينه يو دبل له پاره لازم او ملزوم دي ،پدې مانا چې نارينه له ښځې اوښځه له نارينه پرته دژوندچارې په ښه اوغوره طريقه نه شي سمبالولی .دتاريخ په اوږدو کې ښځو دخپلو حقوقو دخوندي کولو اوساتلو له پاره ډول ډول مبارزې په کار اچولي په دې خاطر چې زياتر ه انساني ټولنې ددوی پرحقوقو پښې ږدي اوبالاخره دوی مجبوريږي چې دخپلو حقوقو دخوندي کولو له پاره غږراپورته کړي
شک نه شته چې داسلام مبارک دين دبل هر دين اومذهب په نسبت دښځو ټولو حقوقو ته احترام او درناوی لري ،خو پوښتنه داده چې اياموږ ښځو ته هغه انساني اوبشري حقوق ورکړي چې اسلام ښځو ته ورکړي دهاوياموهمغوی په رعايتولو ځانونه مکلف ګرځولي دي ،فکرکوم تر ډېره موږ ښځو ته داورکړشوي حقوق نه دي ورکړي دبېلګې په ډول نارينه اوښځينه دواړه حق لري چې دځان له پاره دژوند ملګری انتخاب کړي ،خوزموږ په کې ښځه لا څه چې له نارينه هم دا حق اخيستل شوی که کوم نارينه ياښځه په خپله خوښه دواده کولو غږ راپورته کړي نودخلکو اوکورنۍ له لوري په ډول ډول تورونو تورنيږي
په داسې حال کې چې نبي (ص) ته يو صحابي راځي ورته وايي چې زه دفلانۍ ښځې سره وده کول غواړم ،دبشريت لوی لارښودحضرت محمد (ص) ورته وايي چې اياتا نوموړي ميرمن ليدلي ده ؟ صحابي ورته وايي چې هو ،نبي (ع) ورته وويل چې لاړشه بيايې وګوره .تاسو اوس په خپله فکر وکړی چې نمګړتياچېرې اوپه چاکې ده ؟
همدا ډول ګورو چې ځينې وخت ديوې کورنۍ نارينه غړی دقتل په جرم مرتکب کيږي خو دسيمې قومي مشران اوسپين ږيري دخپل سيميز دود سره سم دنارينه دکورنۍ کومه بې ګناه ښځه په بدو کې ورکوي ،دابه سمه وي چې دښمني به پرې پای مومي خو وروستی پايلې يې له دښمنۍ هم بدې او وحيمې پايلې لري کله چې داپه بدو کې ورکړشوي جينۍ دخسرکورته وړل کيږي نو په هغه کورکې دابې ګناه انسان چې دبل دبدو ښکارشوی ديوې بدبختې ميرمنې په حيث ژوندتېروي ،دخسرګانۍ دکورنۍ هر غړی داسې فکر کوي چې ګواکې زموږ اصلي دښمنه همدا ميرمن ده ،ان تر دې چې دميړه ياخاوند له لورې ورته کومه خوږه او که چېرې و هم شي نو خاوند يې دکورنۍ دنورو غړو دسترګو اغزي ګرځي په دې دليل چې نوموړی (خاوند)يې ګواکې له دښمنې سره غوره او نېک چلن کوي ددې بداوناوړه چلن پايله اونتيجه داشي چې په بدو کې ورکړشوي ميرمن دځان وژنې په فکر کې شي او بالاخره په دې کار بريالۍ هم شي
تاسو وګوری دلته داسلام دوه ډوله اصول تر پښو لاندې کيږي اول داچې جرم يو چاکړی او سزا يې بل انسان ته ورکول کيږي په داسې حال کې چې اسلام سزا هغې چاته غواړي چې په جرم مرتکب شوی وی ،دلته هم ليدل کيږي چې نمګړتيا چېرته ده
همدا ډول تاسو وګورۍ چې په کورنيو کې دښځو سره دنارينوو له خوا تاوتريخوالی ترکومه رسيدلی ؟که چېرې دنارينه له خوا ماشوم وهل کيږي نو هېڅ خبره نه شته خو که دمور له خوا ماشوم دروزنې او ښوونې په موخه وهل کيږي نوبياپرې کور توره شپه جوړيږي ،همدا ډول کله چې نارينه ددسترخوان په سر سره راټوليږي نو دښې غذا اوډوډۍ دخوړلو حق ددوی وي کله چې له دوی څه پاتې کيږي نو بيا يې حق دښځو وي .دې ته ورته په لسګونو بد رواجونه او عادات شته چې له يوې خوا داسلام دمبارک دين داصولو او احکامو سره سر نه لګوي او له بلې خوا په کورنۍ کې دبې ځايه تاوتريخوالي لامل هم ګرځي ،دا چې ښځه دنارينه په شان انسان دی نوښايي چې دې ممتاز مخلوق ته دقدر اودرناوي په سترګه وکتل شي ،هغه حقوق چې دوی ته داسلام مبارک دين ورکړي په يشپړه ماناورکول شي ،فکر وکړی ښځه مورده او دمور په سينه کې دمينې او عاطفې لوی ګوهر پروت دی مور هېڅکله هم خپلو بچيانو ته بده ورځ نه غواړي نو بياولې خپل بچيان دې مهربانې اوخوږې مورته بده ورځ غواړي
ښځه خور ده چې په زړه کې دخپلووروڼوسره بې کچې مينه ساتي نوبيا ولې وروڼه خپلې خورته بده ورځ غواړي ؟او بالاخره ښځه لورده چې په زړه کې يې دخپل پلار له پاره نه تماميدونکي مينه پراته ده نوولې پلار پدې مهربانه اومشفقه لور بده ورځ پېرزو کړي ،حقيقت دا ده چې ښځې دتل له پاره ديوې مهربانې او زړه سوانده څېرې په حيث دانسانيت ا و بشريت ټال ته ټالونه ورکړي.

ميرولي جان لکڼوال