ژباړه: صادق طارق
فوربز مجله، چې په نړیواله کچه یوه مشهوره اقتصادي مجله ده، د هرمیلادي کال له پای ته رسېدو سره د کال د بریالیو او شتمنو ښځو نوملړ خپروي.
دغې مجلې د تېرمیلادی کال د ښځینه میلیاردرانو لیست هم خپور کړی.
دلته به د دغه لیست د برخوالو ښځو د ژوند او شتمنیو په اړه معلومات درکړو:
پرنا کی
پرنا کی په لندن پوهنتون کې اقتصاد لوستی. هغه د املاکو د برخې د یوه مشهور شرکت ۸۵ سلنه سهم داره ده.
کی، سمدستی د دغه شرکت د کورنیو چارو مدیره ده.
د شرکت ریاست د هغې پلار کړی او پلار نه وروسته به ریاست هم دې ته پاتې شي.
یانگ هویان
یانگ هویان د چین د کانتري ګاردن شرکت مشره او اجرایه ریسه ده.
هویان ته له ۲۰۰۷ راهیسې دغه شرکت د هغې پلار سپارلی.
یانګ هویان په چین او اسټرالیا کې د زیاتو شتمنیو د لرلو له کبله له ۲۶ کلنۍ راهیسې د چین د شتمنو ښځو په نوملړ کې ځای لری.
د هغې اوسنی عمر نه دی په ډاګه شوی.
سوزان سابانجی دینچر