ښځې د پاره اوږده نوکونه پرېښودل رواه دي او که نه ؟

د ښځو عمومآ دا خواهش وي چې هغه خپل واده کې خپل خاوند ته ځان سنګار کړي نو هغوي اوږده نکونه (ناخون) پرېښودل خوښوي نو آيا ښځې ته اوږده نکونه (ناخون) پرېښودل رواه دي او کنه؟

او که رواه دي نو څومره نکونه غټ پرېښودلی شو.

ستا چټک ځواب به د ستايني وړ وي۔

ځواب: د نوکانو اوږده پرېښودل د سنتو خلاف کار دی ځکه د نوکانو اخيستل د فطرت له سنتو څخه دي .

(الفطرة خمس: الختان، والاستحداد، وقص الشارب، وتقليم الأظفار، ونتف الآباط). ( متفق عليه)

دا پنځه شيان د انسان د فطرت سليمه د تقاضا خاص احکام دي :

ختنه سنت کول ۲- د نامه لاندې وېښتو خريل ۳- د بريتو لنډول ۴- نوکونه پرې کول ۵- د تخرګونو د وېښتانو اخیستل .

د انس رضی الله عنه روايت دی چې وايي : “وقتَ لنا رسول الله صلى الله عليه وسلم في قص الشارب، وقلم الظفر، ونتف الإبط، وحلق العانة: ألا نترك شيئاً من ذلك أكثر من أربعين ليلة”  يعنې پيغمبر صلی الله عليه وسلم مونږ ته د بريتونو لنډولو ، نوکونو ، د تخرګونو د وېښتانو خريل د نامه لاندې وېښتانو ويستلو په باره کې وخت تعين کړی ؤ چې د څلوېښتو (۴۰) ورځو پس يو هم باقي نه شي .

نو داسې کول د سنتو خلاف عمل دی پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي چې : “فمن رغب عن سنتى فليس منى” (متفق عليه)، يعنى: “څوک چې زما د سنتو څخه مخ اړوي هغه له ما څخه نه دی .

دوهم دا چې داسې کول د چهار پايانو او کافرانو سره مشابهت کول دي چې داسې کول حرام دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : “من تشبه بقوم فهر منهم” يعنى څوک چې خپل ځان د کوم قوم سره تشبح کړي له هغوی سره به وشمېرل شي “

نو داسې کول د مسلمانې ښځې د پاره مناسب کار نه دی او نه هم دا د فطرت سليمه غوښتنه ده بلکي د فطرت خلاف عمل دی .