کابـل ښار کـې د یوه درمسال ودانۍ ته ځانمرګـي برید کوونکي ننوتي

یو شمېر ځانمرکي برید کوونکي نن سهار شواخوا اوه نیمې بجې د کابل ښار لومړۍ ناحیه کې د یوه درمسال ودانۍ ته ننوتي.

د کورنیو چارو وزارت دا خبر تاییدوي او وایي چې بریدوکوونکي د شور بازار په یوه کوڅه کې د اهل هنودو یوه درمسال ته ننوتي دي.

د کورنیو چار وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته ویلي چې ځانګړي امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د پېښې د مهارولو لپاره له برید کوونکو سره په نښته بوخت دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروا امیني ویلي، چې ممکن د درمسال په ودانۍ کې هندوعبادت کوونکي هم وي.

تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نه ‌دی منلی.