کابل بګرامیوکې د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه چاودنې شوي او ډزې هم روانې دي

د پیښې سیمه کې خلک وایي چې برید کوونکي په یو کور کې پټ دي او د راکټونو ډزې هم کوي.

د سيمې خلکو په فېسبوک ليکلي دي، د چاودنو غږونه زورور وو چې خلک يې له خوبه پورته کړي.

تر اوسه دا معلومان نشته چې ډزې په کوم ځای روانې دي او د بریدګرو موخه څه ده.

حکومتي رسمي سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.