کابل جلال اباد پر لویه لار د ټرافیکي پیښې له امله نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لغمان د والي ویاند اسد الله دولتزی وايي پیښه تېره شپه شاخوا نهه بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیز خان کڅ په زانګورې سیمه کې د دوه موټرو د ټکر له امله رامځته شوې، چې په پایله کې یې ۶ تنه مړه شوي او درې نور ټپیان دي

دولتزی زیاتوي مړو او زخمیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي او یاده پیښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځه شوې.