کابل کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

درېیم تعقیب

امنیتي چارواکې وایي، نن سهار شاوخوا ۹بجې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د شپږمې امنیتي حوزې له دروازې سره نېږدې چاودنه ورکړې ده، چې له امله یې درنه مرګ ژوبله رامنځته کړې. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې چاودنې څلور کسه وژلې او ۹۵ یې نور ټپیان کړي دي د بريد مسووليت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی.

دویم تعقیب

نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ښار شپږمې حوزې اړونده پول سوخته سره درنه چاودنه شوې چې د مرګ ژوبلې په اړه یې دقیق جزیات نه دي معلوم. نور جزیاتو لپاره له انعکاس راډیو ټلوېزیون سره اوسئ