د افغانستان غوره لیګ شل اوریزې تجاراتي کرکټ سیالیو لومړی پړاو تېره شپه د متحده عربي اماراتو په شارجا لوبغالي کې پیل شو.
لومړۍ لوبه یې د کابل ځوانانو او پکتیا پنترس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د کابل ځوانانو لوبډلمشر راشد خان د ټاس په ګټلو سره توپ اچونه غوره کړه.
د پکتیا پنترس لوبډلمشر محمد شهزاد د خپلې لوبډلې لپاره ښه پیل وکړ.
په شلو اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره کابل ځوانانو لوبډلې ته د ۱۱۹ منډو هدف ورکړ.
سکندر رضا ۷۸ ناسوځېدلې، محمد شهزاد ۶۷ او احسان الله ۲۷ منډې وکړې.
کابل ځوانانو ته ظاهر شهزاد دوه ویکټې واخیستې.
مقابل کې که څه هم د کابل ځوانانو لوبډلې پیل ښه نه وو، خو وروسته یې د لاري ایوینس په چټکې توپ وهنې سره یاد هدف د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د وروستي اور په لومړي بال پوره کړ او لوبه یې د درې ویکټو په شتون کې وګټله.
ایوینس ۷۹ ناوسوځېدلې او حضرت الله ځاځي ۲۷ د پام وړ منډې وکړې.
د دې سیالیو په لړ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي، لومړۍ لوبه به یې مازیګر ۴ نیمې بجې د ننګرهار لیوپارډز او کندهار نایټس ترمنځ او دویمه لوبه به یې ماسختن ۸ نیمې بجې د کابل ځوانانو او بلخ لجینډز لوبډلو ترمنځ پیل شي.
نصرت الله عمرزی