کابل ځوانان او بلخ لیجنډز نن د غوره لیګ سیالیو پای لوبه کوي

د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالۍ، چې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې روانې پای لوبې ته یې د کابل ځوانانو او بلخ لیجنډز لوبډلو لار موندلې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ پای لوبه به نن ماخستن ۸ نیمې بجې پیل شي.

په دې سیالیو کې ۵ لوبډلې وې، چې کندهار نایټس لوبډله یې په لومړي پړاو کې له دې سیالیو بهر شوې وه.

وړمه شپه بلخ لوبډلې د ننګرهار پړانګانو ته او تېره شپه کابل ځوانانو د پکیتا پنترس ته په ماتې ورکولو د دې سیالیو پای لوبې ته لار ومندله.

د تېرې شپې لوبه کې کابل ځوانانو پکتیا پنترس ته د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۳ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې کولین انګرام د ۴۴ او راشد خان د ۳۵ ناسوځېدلو منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل.

پکتیا پنترس لوبډله د راشد خان د ښې توپ اچونې له امله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ۱۵م اور کې یې ټول لوبغاړي په ۱۰۲ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۹۰ منډو په توپیر سره وبایلله.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

نصرت الله عمرزی