کابل ښاروالي وایي، هڅه کوي کابل سېند چې ښار ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې، پاک کړي

‏کابل ښاروالي وایي، هڅه کوي چې د کابل ښار بڼه بدله او د کابل سېند چې ښار ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې، پاک کړي. کابل ښاروالۍ وايي، د دغه اقدام پیل يې نن د پل سوخته له سیمې وکړ او د فاضلابو د هغو نلونو بندول پیل کړل چې یو شمېر کورونو کابل سېند ته وصل کړي وو.