امنیتي چارواکي وایي، د کابل ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د میوې په یوه مارکيټ کې اور لګیدلی او یو شمېر دوکانونه سوځېدلي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د اور وژنې مامورین سیمې ته رسېدلي او ډېر ژر به اور مړ کړي.
مجاهد وايي،شېبه وړاندې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په مربوطاتو او د څلورمې حوزې په مقابل کې د میوې په یوه مارکټ کې اور لګېدلی یو دوه دکانونه سوځېدلي خو د اور وژنې مامورین سېمې ته رسیدلي او ډير ژر به اور مړ شي.”
تر اوسه د دغې اور لګېدنې لامل معلوم نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د کابل ښار په ځنیو مارکیټونو کې د اور لګېدو له امله خلکو ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.