کابل کې د ۱۰۰ موټرو تورې ښیښې سپینې او ګن شمېر وسلې ونیول شوې

د افغانستان کورنیوچارو وزارت وایي، د تورو ښیښو موټرو د پاکونې او غیرقانوني وسلو د ټولولو عملیات په پلازمېنه او د هېواد په نورو ولایتونو کې په چټکۍ سره جریان لري او تر بشپړې پاکونې او ټولنې به روان وي.

دغه وزارت  نن دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي، د عامه امن پولیسو له نورو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د تورو ښیښو موټرو د پاکونې او د بې اسناده وسلو د ټولولو په هدف یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې يې د ۱۰۰ عرادو موټرو تورې ښيښې پاکې او ګڼ شمېر غیرقانوني وسلې یې ضبط کړې دي.

خبر پاڼه زیاتوي، همداراز پدې عملیاتو کې دوه میله کلاشینکوفونه، ۱۲۰ شاجورونه، ۳۷۰ ډزه د کلاشینکوف ګولۍ، ۱۰ قبضې لاسي بمونه او یو شمېر نور غیر قانوني نظامي وسایل د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د خبر پاڼې په حواله، د هېواد په کچه په ځانګړې توګه په کابل کې سازمان یافته جرمونو د تورو ښیښو موټرو او بې جوازه وسلو په وسیله ترسره کېږي؛ نو پدې اساس پولیس به هېچاته اجازه ورنه کړي څو چې دا وسلې او د تورو ښیښو موټر وګرځوي او له سرغړوونکو سره به جدي قانوني چلند کېږي.