د لومړنیو مالوماتو په اساس پیښه نن سهار شاخوا اوه بحې د کابل قمبر څلورلارې ته څېرمه د پنځمې امنیتي حوزې په اړوندو سیمو کې شوې.
پیښه هغه مهال رامنځته شوې، چې محصلین پوهنتون ته د تګ په حال کې وو.
کورونیو چارو وزارت پېښه تایید کړې او د مرک ـ ژوبلې په تړاو یې تر اوسه کره څه نه دي ویلي.