یکشنبه , 28 اپریل 2024

کابل کې د نوروز جام په نوم یوه لس اوریزه لوبه ترسره کیږي

د نوي کال په لومړۍ ورځ کابل کې د نوروز جام په نوم د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ یوه لس اوریزه لوبه ترسره کیږي.

ټاکل شوې دا لوبه سبا ماسپښین یوه د کابل ایوبي کرکټ لوبغالي کې پیل شي.

دا لومړی ځل دی، چې د نوي کال په لومړۍ ورځ افغان کرکټ بورډ د کرکټ مینه والو لپاره د ملي لوبډلې د لوبغاړو ترمنځ لس اوریزه لوبه برابروي.

دغه لوبه د افغانستان ریډ او افغانستان بلو لوبډلو ترمنځ ده.