کابل کې د چاودنې له امله ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

‏د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پرون مازدیګر د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند د دارالمان په سیمه کې په یوه زرنج کې چسپکي ماین چاودنه کړې چې په زرنج کې دوه تنه سپاره په کې وژل شوي.
‏ځدراڼ ویلي، چې د چاودنې له امله یو تن لاروی هم ټپي شوی او په سیمه کې امنیتي ځواکونو خپلې څېړنې پېل کړي، ترڅو د یادې پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.