کابل کې د ښځینه وو ترمنځ د باولېنګ ټاکنیزې لوبي وشوې

کابل کې ۹ ښځینه وو لوبغاړو د لومړي ځل لپاره د باولېنګ ملي لوبډلې ته د لار موندنې په موخه سیالۍ ترسره کړې.

د یادو ښځینه لوبغاړو له ډلې زحل بیات لومړی، فضیله حورزاد دویم او زهرا درېیم مقام خپل کړ.

زحل بیات په دې سیالیو کې تر ټولو ډېرې ۹۸۹ نمرې تر لاسه کړې، خو فضیلې حورزاد ۹۸۱ او زهرا ۷۷۸ نمرې واخېستې.

د باوولینګ په دې سیالیو کي د المپيک د ملي کمېټې مسئولینو هم ګډون کړی وو.

دا سیالۍ داسي مهال ترسره وشوې، چي څو ورځې مخکې د نارینه وو ترمنځ د هم د باوولینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې وې.

د باوولینګ لوبې په مرکز کابل کې ډېر مینه وال لري او د پرمختګ لپاره ئې په چټکۍ کارونه روان دي، خو د هېواد په نورو ولایتونو کې کمه او هتا په ځینو ولایتونو کې هیڅ لوبغاړي نلري او ورسره آشنا هم ندي