د کابل امنیه قومنداني وایي د دې ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو په قلعه برقي سیمه کې د یوې کورنۍ د څلورو غړو مړې موندل شوي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، د یادو کسانو مړې تیره شپه موندل شوي چې تر اوسه یې لامل نه دی څرګند شوی.
د هغه په وینا لومړنۍ څېړنې ښایي چې د پېښې په ځای کې غلا نه ده شوې او د مړو شویو کسانو په وجود کې د مرمیو ټپونه هم نه ښکارې نو د څیړنو په موخه عدلي طب ته استول شوي او په دې اړه د پولیسو پلټنې روانې دي چې د عدلي طب له راپور روسته به د پېښې څرنکوالی روښانه شي.
داپه داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په یاده سیمه کې د لوګر ولایتي شورا غړی ناصر غیرت له دوو ساتونکو سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.