کابل کې څلور انسان تښتوونکي وژل شوي او يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوي دي

‏کورنيو چارو وزارت ويلي چې ځانګړو ځواکونو بېګاه د پغمان ولسوالۍ په پشته بادام سيمه کې د انسان تښتوونکو پر پټنځای عمليات ترسره کړي چې په پايله کې يې څلور انسان تښتوونکي وژل شوي او يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی. په عملياتو کې ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.