کابل کې یو شمیر ځوانانو د ایران سفارت مخې ته لاریون کړی

د پیوستون حزب ګڼ شمیر ځوانانو کابل کې د ایران سفارت مخې ته د لاریون پرمهال دایران یزد ښار کې د ایراني پوځیانو له لوري د افغان مهاجرو پر موټر د ډزو له امله د اور اخیستلو او په هریرود سیند کې د افغانانو غورځول غندلې دي. لاریون کوونکو د ایران سفارت مخې ته د لږې اوبه راوړه چې وسوځیدم شعارونه ورکول او ایران حکومت یې د داعش او طالب ورور بللی دی. دوی د یاد سفارت د دواړو دروازو پر لوحو د اعتراض رنګ شندلی او همدا راز له ایراني چارواکو غوښتي چې د یادو پیښو عاملین دې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.