ترافيکي پېښه
ايا غواړئ چې د کابل او جلال اباد په لویه لاره ښه او بي خطره سفر وکړئ؟ دا ليکنه تر پايه ولولئ.
۱: د سهار ډېر وختي او تر ماښام اذان وروسته سفر مه کوئ.
۲: په باراني ورځ او یا کله چې اسمان سخته وريځ وي په ياده لاره د سفر څخه ډډه وکړئ.
۳: په دې لاره بايد سلام سيم کارت له ځانه سره ولرئ.
۴: په دې لاره تر ډېره حده هڅه وکړئ چې په خپل شخصي موټر کې لاړ نشئ ځکه ډيری ټکرونه شخصي موټروانان کوي.
۵: بايد دهډې څخه سپاره شئ نه د چوک موټر څخه، چې اکثره وخت غلاوې د چوک موټرو کې کيږي.
۶: هڅه وکړئ چې د افغانستان لاس موټرو کې لاړ شئ.
۷: موټروان مو له اوله پوه کړئ چې په ښه شکل موټرواني وکړي، له بي ځايه تیز رفتارۍ ډډه،په خپل لاس او د کابل په لاره ترافيکي اشارو او نښو ته په کتو موټرواني وکړي.
۸: موټر کې د ناستې پر مهال مو سيټ بیلتونه وتړئ،او د ميوزيک د اوريدا،نشه يي توکو د استعمال څخه ډډه وکړئ.
۹: موټروان ته اجازه مه ورکوئ چې د موټروانۍ وخت کې په مبايل خبرې وکړي.
۱۰: تګ او راتګ د پيل پر وخت د کورنۍ سره اړيکه ټينګه کړئ.
۱۱: لګ تر لګه بايد په دې لاره يو مناسب ځاي کې دمه او که ضرورت وي څه وخورئ او وڅښئ.
۱۲: کوشش وکړئ چې د وظيفې اسناد،کارتونه مو خوندي او پټ ځای کې کېږدئ.
۱۳: په موټر کې له خوبه ډډه وکړئ.
ډېر څه نور هم لرم خو ليکنه مې اوږديږي، تر دې وروسته که څه پېښيږي د الله ج فيصله به وي، د خیر غوښتنه به کوو او ناشکري به نه کوو.
درنو لوستونکو! که ګټوره يې بولئ نو ياده ليکنه مو د ملګرو سره شريکه کړئ !!!
په درنښت
لیکوال: استاذ عمران شيرزاد