کاتز: په ایران هوایي بریدونه له امکانه لرې نه دي

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کاتز وایي، د دې لپاره چې ایران د تل لپاره له اټومي وسلو څخه لرې وساتل شي؛ نو پر دې هېواد هوایي برید له امکانه لري نه دي. نوموړی پر اروپایي هېوادونو کوي، چې دوی د ایران پر ضد د بندیزونو ملاتړ نه کوي؛ خو هیڅکله ددې اجازه نه ورکوي، چې یاد هېواد د اټومي وسلو خاوند شي. له نوموړي څخه یو ژورنالیست وپوښتل: ایا اسراییل به پر ایران برید ته زړه ښه کړي؟ هغه ورته په ځواب کې وویل: «هو؛ خو دا کار به وروسته له هغې کوي چې پر دغه هېواد نورې ټولې لارې وتړل شي.»