کاجول او اجی دیوګن له یو بل نه جلا شول؟

د بالي ووډ سینما مخکښې جوړې کاجول Kajol او اجی دیوګن Ajay Devgn له یو بل نه د جلا کېدو پرېکړه کړې ده، خو دا جلا کېدل د موقتي وخت لپاره دي او دوي د تل لپاره سره نه جلا کېږي.

اداکاره کاجول له خپلې لور سره سینګاپور ته تلونکې ده، خو اجی دیوګن بیا په هند کې له خپل زوی سره پاتې کېږي او له کاجول سره سینګاپور ته نه ځي.

د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، په نړۍ کې د خپرې شوې وبا د وېرې او خوف له امله اداکاره کاجول نه غواړي، چې خپله کوچنۍ لور سینګاپور ته یواځې ولېږي، په همدې وجه هغه غواړي، چې پخپله هم له نیاسا سره سینګاپور ته ولاړه شي تر څو هغې ته پام وکړي تر څو په کورونا ویروس اخته نه شي.

د اجی دیوګن او کاجول لور، نیاسا په سینګاپور کې زده کړې کوي او هلته اوسېږي، خو هغه نن سبا هند ته راغلې ده او اوس بېرته غواړي سینګاپور ته ستنه شي، خو له اجی او کاجول سره د هغې فکر دی او وايي، چې هغه به هلته يواځې څنګه واوسېږي، ځکه چې ویروس خپور شوی دی او هر وخت د دې امکان شته، چې هغه په دې ویروس اخته شي. دوی نه غواړي چې نیاسا ته دې د زده کړو په بهیر کې ستونزې پیدا شي، له همدې امله دوی پرېکړه کړې ده، چې کاجول به هم له نیاسا سره سینګاپور ته ځي.

د معلوماتو پر اساس، نیاسا په سینګاپور کې په (United World College of Southeast Asia) کالج کې زده کړې کوي. په ۲۰۱۸ کې اجی دیوګن په سینګاپور کې د نیاسا لپاره یو اپارتمان هم اخیستی و، تر څو هغه کومه ستونزه ونه لري او په خپل کور کې و اوسېږي.

د یادونې وړ ده، چې اجی دیوګن په هند کې له خپل زوی سره پاتې کېږي او هغه نن سبا د دوه فلمونو په سکرپټونو باندې کار کوي او د دې تر څنګ هغه د خپل نوي فلم د پوسټ پروډکشن په کار کې هم بوخت دی.

کاپي هنرستان…