کارمندانو سره ښه چلند ددوی په ذهني روغتیا او فعالیت مثبت اغیز کوي

د یوې سروې له مخې څرګنده شوې که چیرې کارمندان د تنخوا لوړولو او د کار وخت محدودولو سربېره هم ددوی په فعالیت کې کوم فرق نه لیدل کیږي نو په داسې حال کې له دوی سره ښه چلند او پر دوی شفقت کول نه یوازې ددوی ذهني روغتیا پياوړې کوي بلکې په دوی کې د کار احساس نور هم لوړوي.

د راپورونو له مخې د پنسلوانیا ایالتي پوهنتون کارپوهانو د یوې څیړنې وروسته ویلي دي، که چیرې کارمندانو سره یو کوچنی ښه چلند ترسره شي لکه د غرمې خوراک سره تازه میوه ورکول – یا داسې نور.. هم ددوی ذهني او رواني روغتیا غوره کیږي.

د څیړنې مشر پروفیسر «بیو زونګ» ویلي چې له کارمند څخه د تنخوا لوړولو په حال کې هم مطلوب کار وانه خیستل شي یا په سمه توګه دنده نه ترسره کوي نو دوی ته کوچنۍ ډالۍ ورکول او له دوی سره مهرباني او شفقت کولو سره ډيره ګټه ترلاسه کیدلای شي.

دغه څیړنه په چین کې ترسره شوې، او په کې یو شمېر موټر چلوونکي (دریوران) شامل شوي، ځکه چې ددوی کار بدني او عصبي ستړی کونکی وي.

د ازموینې لپاره ۸۶ موټر چلوونکي وازمویل شول، چې ځینو ته په وخت خوراک او ددې سربېره تازه میوه ورکړل شوه، او ځینو نور په خپل پخواني حالت پریښودل شول، په پای کې د موټر چلوونکو څخه سروې ترسره شوه چې تر څو اوونیو یې دوام وکړ.

پایله کې وموندل شوه چې د یوې مخې د موټر چلوونکو فعالیت کې مثبت بدلون راغلی او له بل لوري ددوی پر ذهني او بدني روغتیا یې خورا مثبت اغیز کړی دی.

څیړونکو ښکاره کړې چې کارمندانو سره ښه چلند کول که هغه د یوې کوچنۍ لارې هم وي، ددوی پر فعالیت او دنده مثبت اغیز کوي او هم ددوی روغتیا سالمه پاتې کېدلای شي.