کاشکي وطن کې مو جنګونه نه وای
توپک ،راکت، شوبلئ بمونه نه وای
ستونزې یوازې په جــرګو حلیـــدای
هــر خــوا د ویــنو بهیرونــــه نه وای
هرڅوک بسیا وای په خپل کورکلي کې
د پـــردیسۍ ژونــــد کـــړاونــه نه وای
د سولې لمر وای د وطن په غرونو
د جنګ لوخړې او اورونـــه نه وای
یو د بل مرستې ته میدان ته دانګل
جوړه وروري وای خودامونه نه وای
هر یوچارواکی خدمتګار وای هلته
رشـــوت فســاد جنایتونــه نه وای
قانون په هر سـړي یو شان چلېدای
د توراو سپین تر منځ واټونه نه وای
په کروندو کې مو ګــلان کــرلای
د نشـــه اي تــوکــو کښتونه نه وای
ټول ځان د یو وطن بچیان بللای
د قوم ملیت په نوم نومونه نه وای
د وطــــن هر بچي تعلیم کړی وای
د زده کړې مخې ته خنډونه نه وای
هرخوا ښادي وای د وطن په کلیو
کونډې یتیم په کورغمونه نه وای
د هر یو خوله وای د خندا نه ډکه
مینه، دوستي وای خوچمونه نه وای
د خالد ژوند به له خوښیو ډک وای
چې په وطن کې دا جنګونه نه وای
شاعر: خالد