کاشکي په دې ۲۵ ټکو په ۲۵ کلنۍ کې پوهیدای!

۱- که غواړئ چې اسوده واوسې، نو په لږ څه پوه شه؛ او که غواړې چې نیکمرغه واوسې، نو په ډیر څه پوه شه.

۲- د یوه کار له پای وړاندې د بریا په اړه یې چا ته مه وایه.

۳- په یوې جلسه کې د ګډون لپاره ان یوه دقیقه هم مه ناوخته کوه.

۴- له مېنیدو وړاندې لومړۍ فکر وکړه، چې ایا د جدایۍ او سختۍ طاقت لرې او که نه.

۵- چوپتیا هغه یوازینی ځواب دی، چې هیڅ ضرر نه لري.

۶- نصیحت کول هغه وخت ګټه لري، چې دوه نفره یوازې واوسي. د خلکو ترمنځ هیڅ چا ته نصیحت مه کوه.

۷- د چا د ښځې په اړه نظر مه ورکوه، نه منفي او نه مثبت.

۸- په ګیلاس کې څښاک تر پایه مه څکه.

۹- مه دومره لږ خوره چې کمزوری شې او مه دومره زیات خوره چې ناروغ شې.

۱۰- تر هر بل حالت څخه زیات زړه تنګوونکی حالت هغه دی، چې کله د خلکو ترمنځ ځان یوازې احساس کړې.

۱۱- د هر چا درناوۍ کوه او د یوه چا کور او یا کار ځای ته د هغه له اجازې پرته مه ننوځه.

۱۲- د پرنجي پر وخت له خلکو واټن اخله او کاغذ (دستمال) کاروه.

۱۳- د یوه چا د تیروتنې بخښل ډیر ښکلی کار دی، تا ته یې د تجربه کولو وړاندیز کوم.

۱۴. له همکارانو سره دې خواخوږی اوسه، خو قاطعیت او جدیت هم په پام کې نیسه.

۱۵- د چا غرور مه ماتوه.

۱۶- د قانون خلاف عمل مه تجربه کوه او مه یې تکراروه.

۱۷- که تیروتنه دې وکړه، نو په ورین تندي سره یې ومنه او بخښنه وغواړه.

۱۸- د خبرو اترو پر وخت د مقابل لوري سترګو ته ګوره، ترڅو ستا پیغام او کلام درک کړي.

۱۹- په غاښونو میخ مه کش کوه.

۲۰- هغوی چې ستا په طمع دي، مه یې نهیلي کوه.

۲۱- هغوی چې درباندې ګران دي، د زوکړې پر ورځ یې د مبارکۍ پیغام ورلیږه.

۲۲- د ښې او با اخلاقه میرمنې په درلودو، ټوله نړۍ ستا ده.

۲۳. په کور او کار ځای کې ښکلي، ښکلي ګلان وکره.

۲۴- محاسبه او لارې چارې یې زده کړه.

۲۵- ترڅو چې پوه نه شې، نه شې کولای؛ نو پوه شه، چې وکولای شې.