کالم به څنګه لیکو؟

د کالم په اړه یوه مشهور کالم لیکوال ډیره ښه خبره کړې ده، هغه يوچا وپوښتي چې کالم څه شی ده؟ ده ورته وویل: کالم ليکنيز یاتحریري کارتون ده. کارتون انځورګر په کارتون کې لوی لوی حقایق، مهم اوګرم سیاسي موضوعات او ټولنیز دردونه اوکړاوونه د ځانګړي تصویر په ژبه خلکوته روښانه کوي او ورسره یې یوې خولې خندا ته هم مجبوروي.

داضرور نده چې کالم به سرف سیاسي او انتقادي موضوعات څیړي، په کالم کې خورا ډیر اوګڼ موضوعات په ځانګړې ژبه اوپه رښتیني او مخلصانه نیت سره تربحث لاندي راتلای شي اجتماعي ورځنۍ ستونزې دکالم په مهمو موضوعاتو کې راځي.

او اجتماعي حالاتو ته د ځانګړي فن اومخصوص علم په رڼاکې نه لیدل کیږې بلکي له مختلفو پوهو اوعلومو سره د ژورو تجربو په رڼاکې ټولنیز موضوعات ښه څیړل کیدلی شي، بناءً هرلیکوال اوکالم لیکوال هلته ښه لیکنه اوخوندور کالم لیکلی شي چې په مختلفو علومو له دقیق لاسرسي سره د ژورو تجربو خاوند هم وي او له دي سره دخلکو له عاداتو، رواجونو او خوی بوی سره ښه بلد وي.

له کارتون سره دکالم تشبیه دامعنا هم راکوي چې کالم لیکوال باید تروش ټنډی نه وي هغه باید د كالم په موضوع له لازم اومناسب زیات جدي نه وي، هغه ته لازمه ده چې ځینې اړوند خبرې د ټوکې او خندوونکي مثال په ژبه بیان کړي، خو دا مزاحيه برخه باید لنډه او ادبي وي له اخلاقو لويدلې نه وي او دقلم عفت خوندي شوی وي، داسي نه لکه زموږ ځیني تشنومي کالم لیکوالان چې اوږدې او لوڅې کیسې را اخلي، په چاباندي دانتقاد له پاره دکوڅې الفاظ کاروي اوپه کالم کې دبې بندوباره اوبداخلاقه شخص په څیر هرڅه یادوي. دا ډول کالم لیکوالان دهمدوی په څیر خلک خوښوي. نوکالم ته د مناسبو اوګټورو ټوکو اولنډو ټوکوزمه جملو تبی خامخاد كالم ذایقه زیاتوي .

په پای کې باید ووایو چې دکالم له پاره لکه غوره عنوان څومره لازمي ده داراز باید پیل اولومړی پاراګراف هم ډیر دلچسپ وي او دلوستوال په ګریوان کې لاس بندوونکی وي، اوکنه په دې فیسبوکي زمانه کې کالم ته لوستوال پیداکول درباندي د (ط) ټکی ده مجبوره به یې خلکوته یې په میسجونو کې ولیږې اوپه جیبونو کې یې ور تخته کړې اويايې دټګ په عذاب درونیسې.

 

لیکوال: نعمان منلی