د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وایي، د هغو سیمو لپاره یې د ځمکو استملاک قوانینو جوړول بشپړ کړي چې د ټاپي پروې په مسیر کې واقع دي.
نوموړی زیاتوي، د یادې پروژې د تطبیق په چارو کې ځینې پرمختګونه شوي او ښایي تر راتلونکو څو میاشتو کې به یې عملي کارونه پیل شي.
د یاد وزارت دغه ویاند وایي، یو شمېر مالي سازمانونو په دې برخه کې پانګونې ته لیوالتیا هم ښودلې ده.
د نوموړي په وینا، یاد قوانین به په نږدې راتلونکي کې کابینې ته د تایید لپاره وړاندې شي او تر هغه وروسته به د ټاپي پروژې په مسیر کې د پرتو ځمکو د استملاک لړۍ پیل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې پروژې د ګټې اخیستنې وروستۍ موده د ۲۰۱۹ میلادي کال پای اټکل شوې وه؛ خو تر اوسه یې عملي چارې په سمه توګه پیل شوي نه دي.