کبرا خان: که ځان ته مو پام وکړئ، تاسو هر یو ډېر پیاوړي یاستئ

برتانوۍ الاصله پاکستانۍ اداکاره کبرا خان Kubra Khan له خپلو ټولو مینوالو غوښتي دي، چې قوي و اوسي او د ژوند په یو ډګر کې هم قوت له لاسه ورنه کړي.

کبرا خان چې په ۲۰۱۴ز کال کې یې په نامعلوم افراد ((((Namaloom Afrad فلم کې اداکاري پیل کړې ده، په انسټګرام کې په یوه پوسټ کې خپلو مینوالو ته لیکلي دي، چې تاسو ټول پیاوړي یاست او باید چې د ژوند په هر ډګر کې پیاوړي اوسئ او قوت له لاسه ورنه کړئ.

اداکارې په انسټګرام کې د قوت په اړه دوه ډیزاین شوي عکسونه خپاره کړي دي، چې پکې د قوت د اهمیت په هکله لیکل شوي دي او خلکو ته پکې د پیاوړي اوسېدو سپارښتنې شوې دي.

په یوه بل پوسټ کې کبرا خان د مشهورې انځورګرې فریده کهلو Farida Kahlo دا جملې پوسټ کړې دي: ((یقیناً کله کله داسې وختونه هم په انسان راځي، چې بار وړل او تګ ورته ډېر ستونزمن وي. خو ای… ته اوس دلته یې. تاسو احساس کړې ده، چې تاسو څومره پیاوړي یاست؟))

د نامعلوم افراد فلم اداکارې کبرا خان خپل دوه عکسونه هم خپاره کړي دي، چې پکې یې ګلابي رنګ جامې اغوستې دي او غوږوالۍ یې په غوږو کړې دي، هغې له عکسونو سره په کېپشن کې لیکلي دي: ((ژوند په ګلابونو کې))

کبرا خان په ۲۰۱۴ کې په لومړي ځل په (نامعلوم افراد) فلم کې اداکاري پیل کړې وه، وروسته یې بیا په دې برخه کې لا ډېر کار وکړ او په ۲۰۱۵ کې یې په (ویلکم ټو کراچي)، په ۲۰۱۶ کې یې په (دې کنورسېشن)، په ۲۰۱۸ کې یې په (پرواز هی جنون) او (جواني پېر نهي آنې ۲)، او په ۲۰۱۹ کې يې په (لعل)، (سوپرسټار) او په (راج کې چاندني) فلمونو کې د مرکزي لوبغاړې رولونه ولوبول.

کاپي…