کب

لیکوال: اجمل پسرلی

زاهد د کبانو چنګک اوبو ته اچولی و او په لوړه  ورته ناست و. د سیګل مرغه کغا د غلي سمندر چوپتیا ماتوله.

ما د زاهد ترڅنګ ایښي پلاستیکي تش سطل ته وکتل او ورته ومې ویل:

-لمر په ډوبیدو دی تا لا یو کب هم نه دی نیولی

زاهد چنګک پورته کړ او لرې یې په زور ګزار کړ. څو ګامه مې نه و اخیستي چې د ده غږ لوړ شو. وروګرځیدم. ده کب په سطل کې واچاوه.

ما کب له لکۍ رااوچت کړ:

-کاشکي دا بیرته اوبو ته ورخوشي کړې په دې وړوکي به څه کوې

زاهد په لږ لوړ غږ وویل:

-د مهاجر به دغه نصیب وي

-د نصیب خبره نه ده هاغه هاخوا امریکایی ګورې دغه مخکې یې یو وړوکی کب بیرته اوبو ته واچاوه

-سپي ته به یې ورکړم

زه لاندې د اوبو ژۍ ته کوز شوم. نن سمندر تر نورو ورځو ډیر غلی و. شګو هم غرږی نه کاوه، ښایي باران به لمدې کړې وې. مازدیګرنی لمر په وریځو کې پټ شو. شمال لږ سوړ ولګیده، پورته راوختم. زاهد چنګک راټول کړی و. پوښتنه مې ترې وکړه:

-بل کب دې ونه نیو

ده شونډې بوڅې کړې او لاندې یې وکتل:

-هاغه وړوکی مې هم هاغه دی اوبه ته واچاوه.

مړ کب د اوبو پر سر ګرځیده او سیګل مرغه پورته دوره وهله.

پای