کتاب د ژوند رېښتینی ملګری!

لیکنه :  حامد حقمل

د انسان د ژوند په ټول عمر کې تر ټولو نېږدې، د باور وړ او غوره ملګری کتاب دی!

کتاب داسې یو ریښتونی، پاک، روښانه او د مثبتو ویناوو ډک ملګری پاتې شوی چې تل انسان ورباندې پوره باور لري.

کتاب دی چې د یو انسان او ټولنې لپاره په نړۍ کې ځان ثابت کړی دی چې تل ورته مثبت څه راوړي!

کتاب هر کله او په هر ځای کې زموږ د هر ډول پښتنو ځواب ویونکی دی، کتاب دی چې زموږ او د ټولنې لپاره د تورو تیارو شپو یوازېنۍ لاره چې موږ ته تل دغه توره تیاره رڼاکوي او څراغ دی چې کولای شو پرې مثبته او منفي لاره ووینو.

که چېرې موږ بو انسان سره ملګرتیا پیل کړو، مجبور یو د هغه خیال وساتو تر څو رانه خپه نشي؛ خو بیا کتاب د انساني ملګري برعکس دی! له کتاب سره هر وخت هره ګړۍ کولای شو ورسره خبرې وکړو، څه وخت مو چې زړه وی بېرته یې بندولای شو تل زموږ تابع وي خو انساني ملګری لا تر اوسه په نړۍ کې چا داسې ندی موندلی لکه کتاب غوندې!!

چې وغواړو ورسره خبرې وکړو…

نو بې له کومې ستونزې راسره په خورا نرمۍخبرې پیلوي!

او کله چې ورسره خبرې بندې کړو، نو بې له کومې ستونزې راسره خبرې بندوي.

مطلب د دوی له اړخه هېڅ وخت د خبرو نکولو ځواب نشته بغیر له موږ څخه!!

کتاب یو داسې سخا او رېښتونی ملګری دی، چې تل راته ریښتیا وایی او تل راته نېکې ریښتینې خبرې کوي، بې له کومې هیلې او کومې طمعې راسره روغ بړ کوي.

څلوریشت ساعته زموږ په چوپړ کې وي، هر وخت چې غواړو ورسره خبرې وکړو له کومې ګنګوسې پرته زموږ په خدمت کې وي.

هره ثانیه، هر ساعت، هره ورځ، هره شپه، په خوښۍ او غم او خپګان کې راسره ملګری وي.

په نړۍ کې کې یوازې او یوازې هغه ملګری چې انسان ته یې ځان په ریښتینولي او صداقت، اخلاص، سخا، پوره باور ځان ثابت کړی او لا تر اوسه ځان ثابت پاتې کړی او پاتې به وي هغه کتاب دی !!!

نو راځئ چې موږ هم د دې ملګرتیا تر ابده وکړو، مطالعه یې کړو، او له مطالعې یې یو ځانګړی خوند او مزه واخلو، او زموږ خپل ارزښتمن وخت په نور څه ضایع نکړو کتاب د لوستلو ته باید په خپل ورځني مهالوېش کې ځای ورکړو!

خپل وخت ته پوره پاملرنه وکړو هسې یې ضایع نکړو، ارزښت ورته ورکړو او د ژوند هره شېبه په مثبته بڼه تیره کړو.

حامد حقمل په هېوادنۍ مینه!