کتاب

کتاب هغه شئ ده چې په ژبه ګونګ ده مګر له هغو خلکو سره خبرې کولای شي چې هغه ړانده(بې علمه) نه وي, کتاب هغه چاته ډير څه ورکوي چې ړانده نه وي او له ده سره ملګرتيا وکړي, کتاب بې ژبې ستا سره خبرې کوي مګر ستا غوږونه نه در خوري, که په يوه اطاق کې پنځه رهنما يا استادان خلکو ته خبرې شروع کړي او خلکو ته معلومات ورکول شروع کړي نو له شوره به څوک طاقت ونه شي کړای مګر که يوې کتابخانې ته لاړ شو نو په سلهاوو کتابونه خلکو ته معلومات ورکوي مګر شورماشور به نه وي, کتاب داسې ملګری ده جې تاته يوڅه درکوي خو له تانه يې نه غواړي.