کترينه کېف کشرې خور ايزابيل کېف ته څه مشورې ورکړې؟

د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې کترينه کېف خپلې کشرې خور ايزابيل کېف ته د بالي ووډ د سترې نړۍ باندې د پوهېدو لپاره ځينې مهمې مشورې ورکړي دي.

ايزابيل کېف له يوې هندي رسنۍ سره په خپله مرکه کې نوموړې د خپل لومړي فلم (ټايم ټو ډانس) په اړه د خپلې مشرې خور کترينه کېف د فکر په اړه وويل، هغې د فلم ټريلر کتلى او د فلم څومره سندرې چې خپرې شوې دي، هغه يې هم کتلي دي او بيا يې ماته يو اوږد پېغام رالېږلى.

ايزابيل وايي: ((په خپل پېغام کې راته کترينې ليکلي دي، چې ته څومره فکر کوې، کار تر دې ډېر زيات ګران او سخت دى، نو ځکه خپل ټول پام يوازې کار ته وکړه او اوس خپل کارونو په نورو شيانو مه اغېزمنوه.))

نوموړې همدا راز وايي، چې خور مې راته دا هم وويل، چې هېڅ کله هم سل سلنه د خلکو نه خوښېږې، نو له دې امله بايد تشويش ونه کړې، دا خبره شته چې هر څوک به ستا په کار نه پوهېږي، نيوکې به درباندې کېږي خو نيوکې به په زړه نه اخلې.

ايزابيل کېف وايي، کله چې د هغې د فلم سندره خپره شوه، نو کترينه کېف يې له ليدو وروسته ورته وويل، چې ډېره ښه نڅا کوې او زه دې د نڅا په ليدو خوشحاله شوم.

کاپي..