یکشنبه , 28 اپریل 2024

کترینه کیف په انسټاګرام کې هم ستر هدف ترلاسه کړ

د بالي ووډ فلمونو مشهوره اداکاره کترینه کیف چې په فلمي نړۍ کې څنګه مخکښه ده، همداسې په انسټاګرام کې هم ده او تازه یې د مینه والو یا تعقیبوونکو شمېر له ۵۰ میلیونو څخه پورته شو.

کترینه کیف چې فالورز یې پنځوس میلیونو ته ورسېدل، د بالي ووډ به هغه لس هنرمندانو کې شامله شوه، چې پنځوس یا تر پنځوس میلیونو څخه زیات فالورز لري.

که د کترینه کیف اکاونټ وکتل شي، نو نوموړې تر اته سوو زیات پوسټونه کړي دي، چې د هغې ښکلي عکسونه دي او همدا راز د فلمونو په اړه معلومات دي.

همدا راز کترینه کیف بیا له خپل اکاونټ څخه ۴۵۵ کسان فالو کړي هم دي، چې د هغې نږدې ملګري او ځینې مشهور اداکاران پکې شامل دي.

د یادولو وړ ده چې کترینه کیف د بالي ووډ په مشهورو او کامیابو فلمونو کې کار کړی دی او د بالي ووډ ټولو سترو هنرمندانو سره یې کار کړی دی.

کاپي…