کتونکي: د ((کپیل شرما شو)) مزه تللې ده

د هندي سینما د وتلي کومیډن او ممثل کپیل شرما خپرونه چې د کپیل شرما شو نومیږي، له خپل پخواني پوزیشن څخه لویدلې ده.

دا خپرونه، چې په لومړیو کې د هندوستان د تلویزوني خپرونو په نوملړ کې دریمه ټاپ خپرونه وه؛ اوس آن له پینځمې هم ښکته تللې ده.

د روان د ۲۰۱۷ کال د مۍ له ۱۳ تر ۱۹ د هندوستان د ټلویزوني خپرونو د کتونکو د څیړنې د ډلې موندنې وايي، چې د کپیل شرما شو اوس له ۵ مې درجې هم ښکته تللې ده.

د کتونکو په باور، چې دې خپرونې له هغې وروسته خپل خوند له لاسه ورکړ، له کله، چې مشهور کومیډن او د کپیل همکار سونیل ګرور دا خپرونه پریښوده.

د سونیل ګرور (ډاکتر مشهور ګلاټي) او د کپیل شرما ترمینځ د اسټرلیا او ډهلي ترمینځ د سفر پر مهال لفظې شخړه شوې وه.

که څه هم کپيل شرما په دې تړاو بښنه وغوښته، خو سونیل د کپیل شرما شو پریښوده.

داسې اننګیرنه وه، چې ګنې سونیل ګرور به په همدې چینل (سوني) بله خپرونه پیل کړي، خو لا يې هم په اړه څه نشته.

کپیل شرما هم په خپله وروستۍ خپرونه کې د مسخرې په ډول ویلي، چې نور په چورلکه کې خبرې نه کوي.