کراچۍ ښار کې چاودنې دری تنه وژلي او پینځه نور یې ټپیان کړي.

د پاکستان کراچۍ ښار کې په یوه چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول.
پولیس ویلي وژل شوي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.
د جناح روغتون سرطبیبې سیمي جمالي رسنیو ته ویلي چې په ټپیانو کې د دوو تنو حال نازک دی.
دا په داسي حال کې ده چې له دي مخکي د مارچ په ۱۵مه هم د کراچۍ په اورنګي ټاون سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر د بمي برید په نتیجه کې ۱۲ سرتېري ټپیان شوي وو.
د پاکستان امنیتي چارواکو د دغو پېښو د عاملانو په اړه څه نه‌ دي ویلي.