کرن جوهر وايي، اجي دیوګن راته سپکې سپورې ویلي دي

د بالیووډ د فلمونو جوړونکی کرن جوهر وايي، چې د کاجول میړه اجي دیوګن ورته څو ځلې سپکې سپورې ویلي.

کرن جوهر چې په خپل فلم (ای دیل هې مشکل) کې د پاکستاني اداکار فواد خان له امله هم تر سختو انتقادنو لاندې و.

د جوهر په وینا، چې اوس نو خلکو هم په ده پسې خپلې خولې خلاصې کړي؛ ان چې که له کوره خپل نارینه ملګري سره هم د ماښامنۍ لپاره وځي، خلک ورته کیسه او دوسیه جوړوي.

دې ۴۴ کلن ډاریکټر په دې ورستیو کې د خپل شخصي او کاري ژوند په اړه ځینې مالومات په یوه اټوبیوګرافي کې چې (یو نامناسب هلک) نومیږي، خپاره کړل؛ خو هغه وايي، چې ده چا سره يې لیدلي، هغه کس يې انډیوال شوی دی او دې کار نوموړي ته حالت ګران کړی.

کرن په خپل اټوبیوګرافي کې د کاجل په اړه هم لیکلي. ویلي يې دي، چې هغه يې غوره ملګرې وه؛ داسې لکه د یو فامیل غړي؛ خو اوس يې اړیکې سره خرابه دي.

کرن وړاندې وايي، چې د کاجل میړه اجي دیوګن ورته د (ای دیل هې مشکل) فلم څخه وړاندې او د (شیوای) او (ای دیل هې مشکل) فلم د ټکر پر مهال هم سبکې سپورې ویلي دي.

جوهر وايي:

((اجي دیګون راته ټیلفون وکړ. چغې يې راباندې ووهلې؛ بد رد يې راته وویل. وايي، چې کومه میله کې زما (اجي دیګون) میرمن کاجل پسې خبرې کړې دي.))

نوموړی زیاتوي، چې کاجل يې د فامیل د غړو غوندې وه او راته ګرانه وه.

کرن جوهر وايي، چې اجي دیګون راباندې تور پور کړی، چې ګنې ما کوم چاته پیسې ورکړي، څو زما د فلم ستاینه وکړي او د هغه د فلم (شیوای) بد ولیکي.

جوهر وايي، چې د اجي دیوګن دا خبرې سمې نه دي.

فلم ډاریکټر کرن جوهر په خپل هم مسلکې سنجلي بهانسلي هم شوی برید غندلی.