کرهڼیز اقتصاد لنډه تاریخچه

ليکنه: میرویس نظری

د کرهڼیز اقتصاد سرچينه د لرغوني مصرڅخه د حضرت یوسف علیه سلام له تیوري څخه اخیستل شویده چي د فرعون (آمن هوتب) خوب (اوه (۷) ډنګرې غواوې، اوه (۷) چاغی غواوې وخورې، اوه )۷) وچ وږي اوه (۷) شنه وږي له منځه یوسې) یوسف علیه سلام د نوموړي خوب صحیح ( ۷ کاله ابادی او ۷ کاله قحطی) په تعبیر کړ. یوسف ع د اوو (۷) کلونو لپاره غله په ستراتیژیکه توګه ذخیره کړه او د قحطی په کلونو کښي د یوې ځانګړې برنامې لاندی خلکو بیرته توزیع کړل. همدارنګه پروفیسور Richard Wood Ward امریکایی کرهڼیز اقتصاد پوه په خپل کتاب کي چي د کرهڼیز اقتصاد تر عنوان لاندي په ۲۰۰۶ کال کي خپور کړیدی، لیکلی دي چي د کرهڼیز اقتصاد سرچينه په لرغونی مصر کي د حضرت یوسف علیه سلام له تیوري څخه اخیستل شویده. ولی په علمی ډول د کرهڼیز اقتصاد د یېی سلیزی څخه راپدیخوا خپل علمی سیر بشپړ کړیدی.

د لومړي ځل لپاره کرهڼیز اقتصاد د تصدیو لګښتونو او عوایدو د مطالعې څخه په ۱۹۰۲ کال کي د W. M. Hays او Andrews Boss لخوا د امریکا په Minnesota په پوهنتون کي شروع شو. ددی په تعقیب سره یو لړ سرویګانی او علمی مطالعات په نیویارک او د امریکا په نورو ځایونو کي دوام پیدا کړ.

یو شمیر عالمان پدی عقیده وه چي د Adam Smith، Thomas Robert Malthus، Alfred Marshall او د نورو تیوریسن ( تیوری ایجادونکي) د تیوریو څخه د کرهڼی د سکتور د ستونزو په حلولو کي ګټه اخیستل کيږی. د کرهڼیز اقتصاد لومړنی تیوریو لیکونکي Henry Charles Taylor او Thomas Nixon Carver وه، H.C. Taylor په وسکانیس په پوهنتون کي چي ۱۹۰۲ کال کي د کرهڼیز اقتصاد مضمون تدریس کاوه. په ذکر شوي کورس کي د بهرې پر نزولي قانون او دهغې د تطبیق ساحه چي پر ځمکې باندي د کار د قوې او سرمایې ځخه په ګټې اخیستنه سره د مطلوب حد تعینولو باندي زیات ټینګار شوی وو.

ټایلر په ۱۹۰۳ میلادي کال کي د کرهڼیز اقتصاد تر عنوان لاندي کتاب چاپ کړ او د امریکا متحده ایالاتو پهHarvard پوهنتون کي په ۱۹۰۴ میلادی کال کي د همدي مضمون تدریس کاوه او ددي په تعقیب سره کارور په ۱۹۰۴ میلادی کال کي The distribution of wealth په نامه یی کتاب چاپ کړ چي پدی کتاب کي یی د ټایلر د کرهڼیز اقتصاد موضوعات هم ځای پر ځای کړی وه.

J.D Black په ۱۹۲۶ کال کي د تولید اقتصاد په نامه کتاب چاپ کړی چي پدی کتاب کي د اقتصادی تیوریګانی څخه د کرهڼیز صنعت او د کښت عمومی ستونزو د حلولو لپاره ګټه اخیسته وه.

په همدي ترتیب سره نورو پوهانو زیاتې هلی ځلی کړیدي او د نوموړی دسپلین څخه یو بشپړ علم جوړ کړ. ددی علم پرمختګ او پراختیا دوام لری او د وخت په تیریدو سره د کرهڼې د سکتور او کښت ډیری پیچلې او مرکبی ستونزې په ازاد بازار کي چي په پانګوال نظام کي حاکم دی حل کړی دي.

د سلو کلونو راهیسی په زرهاو متخصصین او د کرهڼیز اقتصاد پوهان په علمی څیړنیزو مرکزونو او د نړی د مختلفو هیوادو په پوهنتونونو کي روزلی دي.