کرونا وايروس؛ د پوهنې او لوړو زده کړو وزات بايد څه وکړې؟

لیکنه: عبیدالله امرخېل

له شک پرته، د کرونا وایروس په وروستیو څو ورځو کې د نړۍ پر روان نظم «سیاست، نړیوالو اړیکو، ملي او نړیوالې سوداګرۍ او ګرځندوی، امنیت، روغتیا،‌ ښوونه او روزنه …» ډېرې منفي اغیزې کړې دي. چې له مالي او اقتصادي اړخه یا خو د محاسبې وړ نه دي او که وي هم، نو له باوره وتلې خبره به وي.

د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر په میاشت کې د کرونا لومړۍ پېښه د چین په اوهان ایالات کې ثبت شوه، خو د اوس وخت په پرتله چې د نړۍ ستر هېوادونه يې له دومره شته امکاناتو سره په وېره کې اچولي هغه وخت دا ناروغۍ دومره جدي او وژونکې نه برېښېده.

د وروستیو مالوماتو پر بنسټ، د نړۍ له سلو څخه په ډېرو هېوادونو کې له سلو زرو څخه ډېر کسان په یاد وایروس اخته شوي دي او نږدې پنځه زره کسان يې وژلي دي.

په وروستیو ورځو کې د نړۍ نږدې ټول هېوادونه له دغه ویروس څخه د خپلو وګړو د مخنیوي لپاره لاس په کار شوي دي.

د دې تر څنګ چې په ټولنه کې هر وګړي ته پکار ده چې له دې ناروغۍ څخه د مخنیوي په موخه د خپل ځان، کورنۍ او د ټولنې د غړو لپاره خپلې هڅې وکړي، خو پوښتنه دا ده چې زمونږ په هېواد کې له یاد وایروس څخه د وګړو د مخنیوي لپاره هسې چې اړتیا ده مسؤلین لاس په کار شوي دي او که نه؟ او اوس چې په نږدې ورځو کې په سړو سیمو کې ښوونیز کال پیل کېږي د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو ته څه پکار دي چې ترسره یې کړي؟

له يوې خوا د ملګرو ملتونو د روغتيا نړېوالې اداري له خوا د کرونا وایروس د نړیوال افت په توګه وپېژندل شو او له بلې خوا هره ورځ یواځې له ایران څخه په زرګونه هېوادوال بېرته هېواد ته راستنږي، نو دې ته په کتو سره پکار ده چې د افغانستان د پوهنې وزرات په تودو سیمو کې ښوونځي رخصت او په سړو سیمو کې د یاد بهیر له پیلولو څخه ډډه وکړي.

تر هغې چې په هېواد کې د کرونا وایروس د نشتون ډاډ نه وي ترلاسه شوی، د پوهنې وزارت دې په تودو سیمو کې روان او په سړو سیمو کې پسرلنی سمستر «په کور کې د زده کړې» له تګلارې څخه په ګټه اخیستنې سره پر مخ یوسي.

د لوړو زدکړو وزارت اړوند په پوهنتونو کې د بنسټونو، پوره وړتیاوو او یا د امکاناتو د نه شتون له کبله به د «په کور زده کړې» تګلارې پلي کول ناشونې وي، له بلې خوا د انټرنيټ په کرښه د زدکړو سيسټم هم شونی نه دی.

له بلې خوا، که څه هم یو شمېر حل لارې موجودې دي چې د لوړو زدکړو وزارت کولای شي ترڅو د «انټرنټ په کرښه زدکړې» پر ځای یې و کاروي او لږ تر لږه د زده کړو بهیر پر مخ یوسي لکه د (Skype)، (Kaltura Capture)، (Google Classroom)، (Zoom) او یا هم نور داسې ټکنالوژۍ یا اپلیکېشنونو څخه په ګټه اخیستنې سره، چې کېدای شي زدکړیالان یې په سمه ګټه اخیستنه کې وړتیا هم ونه لري یا هم کېدای شي چې استادان یې په سمه توګه عملي نشي کړای.

نو د دې لپاره چې هم زدکړیالان پر وخت خپلې زدکړې بشپړې کړي او هم په یادې ناروغۍ له اخته کېدو تر ډېره بریده ژغورنه شوي وي، د لوړو زدکړو وزارت ته پکار دي تر څو د تودو سيمو پوهنتونونو روان سمستر رخصت او د سړو سيمو پوهنتونونو کې د زدکړې بهير تر هغې چې په هېواد کې د کرونا وايروس د نه شتون څخه ډاډ نه وي تر لاسه شوی پيل نه کړي.

وروسته له دې چې په هيواد کې د دې وايروس د نشتون څخه ډاډ تر لاسه شي، د لوړو زکړو وزارت دې د کال موسم ته په کتو سره د روان ښوونیز کال دواړه سمسترونه، هر يو په دوه، دوه نيم یا درې مياشتو په موده کې پر مخ يوسي.

زه منم چې د دې وړاندیزونو پلي کول لکه چې دلته لیکل شوي دومره په اسانه شوني نه دي خو دا روښانه ده چې د پوهنې او د لوړو زدکړو وزارتونه به د خاصو کاري کمېټو او کمیسونونو په جوړولو او نورو اداري امکاناتو، اصولو او مشورو په تر سره کولو سره وکړای شي نه یوازې د دې وایروس د لا خپرېدو مخنیوی وکړي بلکې په دې به وتوانېږي چې د ښونځیو او د پوهنتونونو د زدکړیالانو د زدکړو بهیر په وخت تر سره کړي.