کرونا ویروس افغانستان کې یوتن روغتیاپال واوژه

د ډاکتر حنیف په نوم یو تن روغتیاپال چې د څو ورځو راهیسې په کرونا اخته شوی و، تېره شپه یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی د  کرونا ویروس د مبارزې پر وړاندې د مبارزې د ملي کمېټې غړی و، چې تېره شپه یې د کرونا ویروس له امله یې خپل ژوند بایلود.

د نوموړي د جنازې مراسم نن دوشنبه د هرات ولایت په امیري روغتون کې د روغتیا پالانو له لوري ترسره شوه .

دا په افغانستان کې لومړی ځل دی، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې برخې یو ډاکټر د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.