د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وایي، چې لس افغان کډوال په ایران کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي.
د یاد وزارت سرپرست وزیر سېدحسېن عالمي بلخي د ولسي جرګې په یوه استماعیه غونډه کې وویل، چې مړه شوي کسان په قرنطیني ډول ایران کې خاورو ته سپارل کېږي؛ نو په دې خاطر دوی د کډوالو له مرګ ژوبلې پوره معلومات نه لري، خو د مړینې لسو پېښو په اړه یې معلومات ترلاسه کړي دي.
ایران کې اوس مهال د کرونا پېښې په چټکۍ د پراخېدو حال کې دي او دې چارې له یاد هېواد څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د راستنېدنې لړۍ چټکه کړې ده.
له ایران څخه د افغان کډوالو له راستنېدنې سره سم په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې هم شلو ته نږدې کېدونکې دي.
د افغانستان د کډوالو وزیر په خبره د کرونا ویروس وېرې له امله هره ورځ له ایران څخه ۱۵ زره افغان کډوال هېواد ته راستنېږي.
د مهاجرینو وزارت د معلوماتو له مخې ایران کې دوه نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
دا چې د نړۍ ډېری هېوادونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي، نو د افغانستان هوایي شرکتونو له ځېنو هېوادونو سره د خپلو الوتنو د ځنډولو پرېکړه هم کړې ده.