کرونا ویروس لسګونه زره افغان کډوال اړکړي چې له ایران څخه ووځي

له څو اونیو راپدېخوا د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې ایران کې لسګونه زره افغان کډوال اړ شوي چې بیرته خپل هیواد ته راستانه شي.

اسوشیتید پرس خبري اژانس وایي په ایران کې د کرونا ویروس د خپرېدو له ویرې په وروستیو څو اونیو کې تر ۲۰۰ زرو افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي. اژانس زیاتوي چې که څه هم افغان کډوال له یوه داسې هیواد څخه وتلو ته اړشوي چې د کرونا ویره پکې تر ډیرو هیوادونو جدي ده خو بیرته داسې یو هیودا ته مخه کوي چې د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره لازم امکانات نلري. د اژانس په وینا ، دغه کډوال له چک او معاینې پرته هیواد ته ستنیږي چې کیدای شي په افغانستان کې په پراخه کچه د دغه ویروس د خپرېدو لامل شي او ممکن رغتیایي سیستم له ستونزو سره مخ کړي. داپه داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروزهم وایي ، افغانستان کې د کرونا ویروس له ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو په واسطه خپور شوی او د پېښو د زیاتېدو په صورت کې به افغانستان د نړیوالو مرستو ته ډیره اړتیا ولري. د عامې روغتیا وزیر او یو شمیر افغان چارواکي په دې اند دي چې کېدای شي ایران پدغه هیواد کې میشت شاوخوا یو میلون افغان کډوال له خپل هیواد څخه وباسي. د کډوالي نړیوال سازمان د شمیرو له مخې یوازې په مارچ میاشت کې د کرونا ویروس له خپرېدو روسته شاوخوا یو سلو ۴۵ زره افغان کډوال له ایران څخه بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.