روغتیايي مسوولین وایي، چین کې دا لومړی ځل دی، چې د یاد وژونکي ویروس له امله دومره ډېر شمېر وګړي ژوند له لاسه ورکوي.
تازه دغه هېواد کې ۲۴۲ کسان مړه شوي، چې په دې سره چین کې د مړو شمېر ټولټال ۱۳ سوه او ۶۸ ته ورسېد.
همدا راز په دغه هېواد کې نږدې ۶۰ زره کسان پر کرونا ویروس اخته دي، چې له ډلې یې د ۸ زره ۲ سوو کسانو روغتایي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
تر ټولو ډېرې پېښې د چین هیوبي ولایت کې، چې مرکزي ښار یې اوهان دی رامنځته کیږي.
چارواکو وایي، ۸۸ سلنه د کرونا مثبتې پېښې همد ښار کې رامنځته شوي.