کرونا ویروس پر افغان سوله منفي اغېز کړی دی

د افغان چارو امریکایي کار پوه بارنټ روبین ویلي، د کرونا ویروس خپرېدل د افغان سولې بهیر پر وړاندې خنډ دی او دابهیر یې پڅ کړی دی .

روبین د (څنګه کولی شو د افغان سولې بهیر کې د کرونا لاس وهنه بنده کړو) په نوم یوه لېکنه کړې، او پکې یې  امریکا کې د مسولانه حکومتولۍ لپاره انسټیو کوېنسې  ترنامه لاندې د یوې څېړنېزې موسسې په حواله زیاته کړې، چې د امریکا او وسله والو طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې بین الافغاني خبرې ښایي په نږدې راتلونکې کې ونشي.

هغه زیاتوي چې لګول شویو محدو دیتونو ته په کتو معلومه نه ده، چې قطر به د دې خبرو کوربه توب په غاړه واخلي او کنه .

نوموړی وړاند یز کوي، ښه به وي چې د مخامخ خبرو د امکان برابرېدو تر وخته د خپلمنځي خبرو پرمهال د ویډیو کنفرانس په څېر له پرمخ تللې ټکنالوژۍ کار واخیستل شي .

داپه داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د تیرې پنجشنبې په ورځ د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د تلین مراسم هم د کرونا ویروس د پراخېدو له ویرې وځنډول .

په ورته وخت کې دعامې روغتیا وزارت هم اعلان کړی، چې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر لسو ته رسېدلی، چې درې نوې پېښې په کاپېسا ، بلخ او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوي دي  .

د عامې روغتیا وزارت اندېښنه لري، چې له ایران څخه په وروستیو کې هیواد ته د افغان کډوالو په راتګ کې زیاتوالی کولی شي، چې پر کرونا ویروس د اخته کېدو پیښې زیاتي کړي.